د طالبانو حکومت کوهاټ کې پر جومات برید په کلکو ټکو وغانده

0
46

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا په کوهاټ ښار کې پر جومات د جمعې د لمانځه پر مهال ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی.

وزارت ویلي، پر جوماتونو او نورو مقدسو ځایونو بریدونه هېڅ ډول توجیه نه لري او دغه ډول کړنې د غندنې وړ دي.

د بهرنیو چارو وزارت د پېښې له امله د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر تر ژره روغتیا هیله کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې په دغه برید کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ