کیم یو جونګ: د اټومي انرژۍ نړیواله اداره دوه‌ګونی معیار لري

0
41

د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون پیاوړې خور، کیم یو جونګ، د شنبې په ورځ د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له لوري د شمالي کوریا د اټومي وسلو پروګرام د غندنې په موخه د یوه پرېکړه‌لیک له تصویب وروسته، پر دغې ادارې د دوه‌ګوني چلند تور ولګاوه.

کیم یو جونګ ویلي، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې دوه‌ګونی معیار د اټومي وسلو د نه خپرېدو د نړیوال نظام د کمزوري کېدو اساسي لامل دی.

نوموړې ادعا کړې چې دغه اداره د امریکا د اټومي فعالیتونو او د سویلي کوریا د اټومي اوبتلونو د معرفي کولو پلان نه سترګې پټوي، خو د شمالي کوریا هغه څه چې پیونګ‌یانګ یې دفاعي او مشروع اټومي فعالیتونه بولي، غندي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت هم دغه پرېکړه‌لیک رد کړی او ویلي یې دي چې د اټومي ځواک په توګه د دغه هېواد دریځ نه بدلېدونکی دی او د اټومي مخنیوي پر وړتیا یې ولاړ دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ