کرکټ؛افغان لوبډلې درېیمه لوبه هم هند ته وبایلله!

0
23

افغان لوبډلې له هند سره د درې شل اوریزو لوبو د لوبلړۍ په درېیمه او وروستۍ سیالۍ کې هم د هند پر وړاندې د ۱۲۷ منډو په ستر توپیر ماتې وخوړه.

هند لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په زیان ۲۲۱ منډې جوړې کړې.

د هند لپاره ابشېک شرما په ۳۴ توپونو ۱۰۸ منډې وکړې، چې ۱۱ شپږیزې او ۹ څلوریزې یې ووهلې.

افغانستان د ۲۲۲ منډو هدف په تعقیب کې له پیل څخه له ستونزو سره مخ شو او هېڅ افغان لوبغاړي د پام وړ منډې ونه کړې او ټوله لوبډله په ۱۴.۱ اورونو کې په ۹۴ منډو وسوځېده.

د افغانستان لپاره لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۲۵ منډې وکړې او ورپسې عظمت‌الله عمرزي ۱۷ منډې جوړې کړې.

په دې سره هند د درې واړو سیالیو لوبلړۍ ۳-۰ وګټله.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ