هند په درېیمه شل اوریزه لوبه کې افغانستان ته د ۲۲۲ منډو هدف وټاکه

0
20

د هند ملي لوبډلې د افغانستان پر وړاندې د درېیمې او وروستۍ شل‌اوریزې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۷ لوبغاړو په زیان سره ۲۲۱ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه.

د هند په توپ وهنه کې ابشېک شرما تر ټولو ښه وځلېد او په چټکۍ یې ۱۰۸ منډې وکړې.

سنجو سمسون ۵۰ او شریاس ایېر ۲۹ منډې ورسره وکړې.

د افغانستان لپاره عظمت‌الله عمرزي دوه، راشد خان او عبدالله احمدزي یوه یوه ویکټ واخیسته او دغه راز درې لوبغاړي رن اوټ شول.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ