پاکستان:له افغانستان سره د پولې پرانیستلو ته چمتو یو، خو د «ترهګرۍ» درول شرط دی

0
19

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي، اسلام‌اباد چمتو دی له افغانستان سره خپلې پولې بېرته پرانیزي او دغه هېواد د سوداګرۍ او سیمه‌ییزې نښلونې د مرکز په توګه وکاروي؛ خو د ادعا له مخې یې له افغان خاورې، باید «ترهګري په بشپړ ډول ودرول شي».

حیدر خان، په خپله اوونیزه خبري غونډه کې وویل، د اوسني وضعیت د بدلون مسوولیت د افغان لوري پر غاړه دی، او زیاته کړه یې ده چې د چین، ترکیې او قطر د منځګړیتوب هڅې تر اوسه پایله نه لري، ځکه د ده په وینا، افغانستان د همکارۍ لپاره چمتو نه دی.

بل خوا د طالبانو حکومت په ځلونو ویلي، چې افغان خاوره د هیڅ هیواد په زیان نه کارول کېږي او د پاکستاني حکومت د ادعا په بدل استدلال کوي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د داعش خراسان ډلې مرکزونه شتون لري او د افغانستان خاورې ته د تحرک ناکامې هڅې کوي.

تر اوسه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د راپیښې کشالې په اړه قطر، چین او ترکیې هیوادونو د جوړجاړي هڅې کړي خو لا هم د ستونزې حل د پاکستان حکومت لخوا نه دی په ډاګه شوی چې افغانستان ته د خپلو ادعاو اثبات په ډاګه کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ