د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزارت په کابل او غزني کې د خاتمالنبیین پوهنتون د فعالیت جوازونه لغوه او د دواړو څانګو د فعالیت د درولو پرېکړه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي ویلي، دا پرېکړه د وزارت د پالیسۍ د نه پلي کېدو، اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي، د پوهنتون د اساسي موخو خلاف د کړنو او له پرلهپسې ناستو وروسته د اصلاحاتو د نه راوستلو له امله شوې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د پوهنتون اوسني محصلین به د خپلو بشپړو شوو سمسترونو او تحصیلي برخو له مخې نورو پوهنتونونو ته جذب شي.
یاد وزارت وايي، د محصلینو د جذب په برخه کې به له هغوی سره لازمې همکارۍ ترسره کړي.


