د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا فون دیر لاین وايي، اروپايي ټولنه به له چین سره د سوداګرۍ د نهپایښت وړ کسر د کمولو لپاره له ټولو شته لارو او وسیلو کار واخلي.
فون دیر لاین د اروپا پارلمان ته په خپله کلنۍ وینا کې وویل، تېر کال له چین سره د اروپايي ټولنې د توکو سوداګریز کسر هره ورځ شاوخوا یو میلیارد یورو ته رسېدلی و.
نوموړې خبرداری ورکړ چې اروپا د چین له امله د صنعتي کمزورۍ له دویم پړاو سره مخ ده او باید له چین سره د سوداګریزو اړیکو توازن بېرته برابر کړي.
د اروپايي کمېسیون مشرې همداراز وویل چې اروپايي ټولنه له چین څخه پر مهمو معدني موادو، په ځانګړي ډول نایابه ځمکنیو عناصرو، زیاته تکیه لري او باید خپلې زیرمې ژر زیاتې کړي.
د هغې په وینا، اروپايي ټولنه به د مهمو خامو موادو په برخه کې نوی اروپايي شرکت جوړ کړي، څو د ۲۷ غړو هېوادونو لپاره د اړینو موادو د ترلاسه کولو او زېرمه کولو زمینه برابره کړي.


