د امریکا نوتردام پوهنتون د افغان ښځو آنلاین پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه

0
26

د امریکا د نوتردام پوهنتون د نړیوالو چارو د کیو ښوونځي او د ښځو آنلاین پوهنتون ترمنځ د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شوی چې موخه یې د افغان ښځو او نجونو لپاره د لوړو زده‌کړو فرصتونو پراخول دي.

د هوکړې له مخې، دواړه ادارې به په ګډو درسي پروګرامونو، څېړنیزو پروژو، علمي فعالیتونو او د تعلیمي سرچینو په تبادله کې همکاري کوي. همدارنګه به د افغانستان د لوړو زده‌کړو د ننګونو او فرصتونو په اړه ګډې علمي غونډې هم جوړوي.

د ښځو انلاین پوهنتون چې په ۲۰۲۲ کال کې جوړ شوی، تر اوسه یې له ۲۰ زرو زیاتو افغان نجونو زده‌کړیالانو ته په ۱۶ بېلابېلو څانګو کې د زده‌کړو زمینه برابره کړې او هره اوونۍ شاوخوا ۸۰۰ درسي ټولګي وړاندې کوي.

د کیو ښوونځي مشرې مري ګالاګر ویلي، دا همکاري به په داسې وخت کې د زده‌کړو فرصتونه او علمي ټولنه پیاوړې کړي چې د افغان ښځو پر زده‌کړو سخت محدودیتونه لګېدلي دي.

بل خوا، د نوتردام پوهنتون د افغانستان د سولې او پراختیا پروګرام مشر عارف دوستیار دا همکاري د افغان ښځو د زده‌کړو لپاره د نړیوالې علمي ټولنې د ملاتړ څرګندونه بللې ده.

ټاکل شوې چې د دواړو ادارو ګډ تعلیمي پروګرامونه د روان کال په مني کې پیل شي.

ترك الرد

من فضلك ادخل تعليقك
من فضلك ادخل اسمك هنا