د طالبانو حکومت د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې هوايي بریدونه تایید کړل

0
87

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په یوه تازه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د دوی هوايي ځواکونو د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د داعش او هغو ډلو پر ګډو مرکزونو چې دوی یې «شر او فساد» بولي، هوايي بریدونه کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو هوايي ځواکونو نن شپه د بلوچستان د پشین ضلعې په «سرانانو» سیمه کې یو داسې ګډ مرکز په نښه کړی چې په افغانستان کې ترې د تخریبي کړنو او پر ملکي خلکو د بمباریو د همغږۍ لپاره ګټه اخیستل کېده.

په ورته وخت، په خبرپاڼه کې راغلي چې د خیبر پښتونخوا په «قمبرخېلو» سیمه او د چترال د شاه سلیم درې اړوند «ګرم چشمه» سیمه کې هم د داعش او د دوی د متحدینو پر مرکزونو ورته بریالي هوايي بریدونه شوي دي. د طالبانو حکومت وایي له دغو ځایونو په افغانستان کې پر ملکي وګړو بریدونه تنظیمېدل.

د طالبانو د دفاع وزارت د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ وایي، په دې بریدونو کې په نښه شویو ډلو او د دوی ملاتړو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې بریدونه په دقیقو اهدافو شوي او ملکي وګړو ته په کې هیڅ زیان نه دی رسېدلی.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د خبرپاڼې په پای کې ګواښ کړی هر هغه ځای به هدف وګرځوي چې د افغانستان د امنیت د خرابولو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.

تر اوسه د پاکستان حکومت یا پوځ د دغې ادعا په تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ