ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه ۱۱۹مه ناسته ترسره کړه

0
65

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د «ښځو، سولې او امنیت» په تړاو خپله ۱۱۹مه رسمي ناسته وکړه چې سږکال یې ځانګړی تمرکز په وسلوالو نښتو کې د جنسي تاوتریخوالي له قربانیانو د ملاتړ پر لارو چارو او په دې برخه کې د نړیوالو قوانینو پر پلي کېدو و.

په دغه ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو ډیپلوماټانو او د نړیوالو بنسټونو استازو برخه اخیستې وه.

د غونډې په جریان کې، د ایرلنډ د عدلیې وزیر جیم اوکالاهان او د هایتي د مدني ټولنې استازې کارلین جولین، د خپلو ویناوو لویه برخه په افغانستان کې د ښځو او نجونو روان وضعیت ته ځانګړې کړې وه.

دغو دواړو استازو په خپلو خبرو کې ادعا وکړه چې په افغانستان کې له جنسي تاوتریخوالي د ښځو د بنسټیزو حقونو د محدودولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي او زیاته یې کړه چې همدا اوس په دغه هېواد کې ښځې او ماشومان د دغه ډول تاوتریخوالو تر ټولو درنه بیه پرې کوي.

بل لور، په وسله‌والو نښتو کې د جنسي تاوتریخوالي د مخنیوي په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې پرامیلا پاتن هم غونډې ته وینا وکړه. نوموړې په ښکاره ډول د کومې ځانګړې ډلې نوم وانخیست او نه یې هم په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د چلند په اړه څه وویل، خو په نړیواله کچه یې د پلي شویو اقداماتو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال زیاته کړه چې یوازې په تېر کال کې د نړۍ په کچه د بېلابېلو وسله‌والو ډلو ۳۵ غړي د جنسي تاوتریخوالي په تور محکوم شوي او د محکمو د پرېکړو له مخې قربانیانو او د هغوی کورنیو ته غرامت (تاوان) ورکړل شوی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ