د پاکستان الفلاح بانک له شاوخوا ۲۱ کلونو فعالیت وروسته په افغانستان کې خپل بانکي فعالیتونه بند کړي او د کابل او هرات څانګې یې غضنفر بانک ته لېږدولې دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغې معاملې بهیر د نومبر په پنځمه، د پاکستان د دولتي بانک او د افغانستان بانک له تایید او د اړینو اسنادو له بشپړېدو وروسته نهايي شوی دی.
د الفلاح بانک په وینا، د دغه بانک اړوند شتمنۍ او پورونه هم غضنفر بانک ته لېږدول شوي او په دې سره یې په افغانستان کې بانکي فعالیتونه پای ته رسېدلي دي.
الفلاح بانک په ۲۰۰۵ کال کې په کابل کې خپل فعالیت پیل کړی و او وروسته یې په هرات کې هم څانګه پرانیستې وه.
دغه بانک په افغانستان کې دودیز او اسلامي بانکي خدمتونه وړاندې کول.



