د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان: افغانستان د ماشومانو لپاره د جګړو له تر ټولو اغېزمنو هېوادونو دی

0
61

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، افغانستان د هغو پنځو هېوادونو او سیمو په ډله کې دی چې په وسله‌والو جګړو کې د ماشومانو د وژل کېدو او ټپي کېدو تر ټولو ډېرې پېښې پکې ثبت شوې دي.

د دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ، د نومبر ۱۹مې، د خپاره شوي راپور له مخې، ملګرو ملتونو د ۲۰۰۵ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په جګړو کې د ماشومانو د وژل کېدو او ټپي کېدو ۱۷۱ زره او ۷۱۲ پېښې تایید کړې دي.

راپور زیاتوي، د دغو پېښو تر ۷۰ سلنې ډېرې په فلسطین، افغانستان، سومالیا، سوریه او یمن کې ثبت شوې دي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ شاوخوا ۵۸۹ میلیونه ماشومان، چې د ټولو ماشومانو ۲۳.۴ سلنه جوړوي، د وسله‌والو جګړو په اغېزمنو سیمو کې اوسېدل؛ چې دا له ۱۹۹۰ کال راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.

دغه سازمان د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د جګړو د نړیوالو قوانینو پر رعایت، د بشري مرستو د خوندي لاسرسي او د ماشومانو پر وړاندې د سرغړونو د عاملانو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ