د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چین په شېنژن ښار کې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان (اپېک) غونډې په څنډه کې لیدلي او د اوکراین جګړې او د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې خبرې کړې دي.
د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه لیدنه تر یوه ساعت کمه موده کې ترسره شوه.
کرملین ویلي، د اوکراین جګړه د خبرو اصلي موضوع وه او دواړو مشرانو د مسکو او واشنګټن پر دوهاړخیزو اړیکو هم بحث کړی دی.
د کرملین په وینا، پوتین له لیدنې وروسته په ښه مزاج کې و او کتنه یې په ښه فضا کې ترسره شوې ده.
ټرمپ هم تر لیدنې مخکې هیله ښودلې وه، چې له پوتین سره خبرې به ښې پایلې ولري؛ خو دواړو ولسمشرانو له لیدنې وروسته رسنیو ته ګډه اعلامیه نه ده وړاندې کړې.


