
د امریکا عدلیې وزارت اعلان کړی، چې پاکستانی وګړی اصف مرچنت د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یو شمېر نورو امریکايي سیاسي او دولتي چارواکو د ترور د یوې ناکامې طرحې په تړاو پر ۳۳۰ میاشتو بند محکوم شوی دی.
د امریکا عدلیې وزارت د سهشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۷مه، په یوه اعلامیه کې ویلي، چې مرچنت د نیویارک په بروکلین کې د فدرالي محکمې له لوري د ترهګرۍ او د پیسو په بدل کې د وژنې د پلان جوړولو په تور محکوم شوی دی.
د امریکايي څارنوالانو په وینا، ۴۸ کلن اصف مرچنت په ۲۰۲۴ کال کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب له لوري د امریکا خاورې ته تللی و، څو د دغه هېواد د سیاسي او حکومتي چارواکو د ترور لپاره کسان وګماري.
د محکمې د اسنادو له مخې، د دې طرحې اصلي هدف ډونالډ ټرمپ و، خو د هغه وخت ولسمشر جو بایډن او د ملګرو ملتونو پخوانۍ سفیره نیکي هیلي هم د احتمالي هدفونو په توګه یاد شوي وو.
د امریکا عدلیې وزارت ویلي، مرچنت هغو کسانو ته چې ګومان یې کاوه د وژنې لپاره یې ګومارلي، پنځه زره ډالره ورکړي وو؛ خو یاد کسان په حقیقت کې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) پټ ماموران وو او د طرحې له عملي کېدو مخکې یې مخه نیول شوې ده.
د امریکايي چارواکو په وینا، د دې طرحې موخه د ایران د سپاه پاسداران د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د وژل کېدو غچ اخیستل وو. نوموړی د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د امریکا په یوه بېپیلوټه برید کې په بغداد کې وژل شوی و.
اصف مرچنت د محاکمې پر مهال ویلي وو، چې د ایران د سپاه پاسداران له لوري تر فشار لاندې راغلی و او د خپلې کورنۍ د خوندیتوب لپاره یې له هغوی سره همکاري کړې وه. هغه ویلي وو، چې د وژنې لپاره ورته د کوم مشخص کس نوم نه و ټاکل شوی.
د یادونې ده، چې یوه فدرالي قضايي پلاوي د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې مرچنت مجرم پېژندلی و او د امریکا محکمې اوس هغه پر ۲۷ کاله او شپږ میاشتې بند محکوم کړی دی.

