د افغانستان د پخواني ولسمشر د دفتر رییس، عبدالکریم خُرم وايي، د امریکا د منځمهالو ټاکنو پایلې او د واشنګټن په سیاسي فضا کې بدلونونه ښايي د اوکراین او ایران پر جګړو اغېز وکړي او په پایله کې افغانستان هم د دغو بدلونونو تر اغېز لاندې راشي.
خُرم پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د امریکا د امنیتي او استخباراتي ادارو او د دواړو جمهوريپالو او ډیموکراتانو ګوندونو د نویو محافظهکارانو د سیاستونو له مخې، احتمال شته چې د اوکراین جګړه نوره هم شدیده او پراخه شي.
نوموړي اټکل کړی، چې له ایران سره به د امریکا مخالفت کم نهشي، خو د مستقیمې جګړې پر ځای ښايي د دواړو لورو ترمنځ مقابله اوږدمهاله بڼه خپله کړي.
د خُرم په باور، د دغو احتمالي بدلونونو اغېزې به افغانستان ته هم ورسېږي، خو د پایلو مثبت یا منفي اړخ به د راتلونکو تحولاتو او بېلابېلو سناریوګانو پورې تړلی وي.
هغه خبرداری ورکړی، چې که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو پر ایران تازه برید وکړي یا هلته له غیرمتعارفو وسلو کار واخلي، نو د سیمې او نړۍ سیاسي او امنیتي محاسبې به بدلې شي.
خُرم زیاته کړې، چې د منځمهالو ټاکنو د پایلو له مخې د جمهوريپالو له ماتې سره سره، ټرمپ لا هم پراخ ملکي او پوځي واکونه په لاس کې لري.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د ډیموکراتانو له بریا وروسته، د دغه ګوند مشرانو د کانګرس د کنټرول په ترلاسه کولو سره د ټرمپ د ادارې پر کړنو د لا زیاتې څارنې او د حکومت د پرېکړو د څېړلو ژمنه کړې ده.


