افغان سوداګر د ایران په «ایران‌مد ۲۰۲۶» نندارتون کې ګډون کوي

0
38

د طالبانو حکومت او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې په نوښت، د افغان سوداګرو یو ۲۰ کسیز پلاوی د ایران په «ایران‌مد ۲۰۲۶» تخصصي نندارتون کې ګډون کوي.

د یادې خونې د معلوماتو له مخې، په دغه څلور ورځني نندارتون کې طبي وسایل او تجهیزات، لابراتواري توکي او د روغتیا له برخې سره تړلي نور محصولات او خدمتونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

ټاکل شوې چې د نندارتون په څنډه کې د طالبانو حکومت او ایران د سوداګرو او اقتصادي فعالانو ترمنځ دوه‌اړخیزې سوداګریزې ناستې هم ترسره شي.

د دغو ناستو موخه د سوداګریزو فرصتونو او ظرفیتونو پېژندل، د نظرونو تبادله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا بلل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې ایران‌مد» د طبي وسایلو، روغتیايي تجهیزاتو او لابراتواري توکو له تخصصي نندارتونونو څخه دی، چې د روغتیايي صنعت اړوند محصولات او خدمتونه پکې نندارې ته وړاندې کېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ