د تایوان د بهرنیو چارو وزیر: پر چین اقتصادي تکیه د اروپا ازادي او ملي حاکمیت ګواښي

0
36

د تایوان د بهرنیو چارو وزیر، لین چیا لونګ، خبرداری ورکړی چې پر چینایي عرضه‌کوونکو د اروپا زیاته اقتصادي تکیه کولای شي د دغه بلاک سیاسي خپلواکي او ملي حاکمیت زیانمن کړي.

نوموړي د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د امنیتي فورم پر مهال وویل، پر چین اقتصادي تکیه یوازې سوداګریز خطر نه دی، بلکې د اروپا د ازادۍ لپاره هم ګواښ دی.

هغه ټینګار وکړ چې که چین د اکمالاتي ځنځیرونو له لارې پر اروپا نفوذ او کنټرول ترلاسه کړي، اروپايي هېوادونه به د خپلې خپلواکۍ یوه برخه له لاسه ورکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اروپايي ټولنې مشران په بروکسل کې د سرمشریزې پر مهال له چین سره د سوداګریزو اړیکو، سوداګریز کسر او په حساسو اقتصادي برخو کې پر بیجینګ د تکیې د کمولو په اړه بحث کوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ