فرانسې د روسیې د تېلو بېړۍ نیولې؛ مسکو یې سمندري غلا بولي

0
27

رویټرز وایي، فرانسوي ځواکونو د اکتوبر په ۱۳مه د «ډي‌اېف پیک» په نوم یوه تېل‌وړونکې بېړۍ نیولې، چې شک کېږي د روسیې د هغو بېړیو له ډلې وي چې د لوېدیځو هېوادونو د بندیزونو د مخنیوي لپاره کارول کېږي.

د فرانسې د پوځ ویاند ویلي، د دغې بېړۍ د بیرغ په اړه شکونه موجود وو، له همدې امله یې تلاشي کړې او پرېکړه شوې چې د نورو څېړنو لپاره د رئونیون ټاپو ته ولېږدول شي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، دغه بېړۍ د رئونیون ټاپو په سوېل کې شاوخوا ۴۵۰ سمندري میله لرې نیول شوې ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې فرانسه د روسیې د هغو بېړیو پر وړاندې مبارزې ته ژمنه ده چې د بندیزونو د مخنیوي او د تېلو د ناقانونه لېږد لپاره کارول کېږي.

بل لور ته، روسیې د دغې بېړۍ نیول سمندري غلا او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د روسیې سفارت ویلي، هڅه کوي معلومه کړي چې د بېړۍ په عمله کې روسي وګړي شته که نه.

د راپور له مخې، پر دې بېړۍ په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنې بندیزونه لګېدلي وو.

دا لږ تر لږه پنځمه روسیې پورې تړلې تېل‌وړونکې بېړۍ ده چې فرانسې له ۲۰۲۴ کال راهیسې نیولې ده.

لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي د روسیې د تېلو عواید محدود کړي، خو مسکو د دغو بندیزونو د مخنیوي لپاره له بېلابېلو بیرغونو لاندې د تېلو لېږدوونکو بېړیو څخه کار اخلي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ