د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر اېډ مېلیبنډ سره په ټلیفوني خبرو کې د هرمز تنګي د امنیت او د سمندري تګ راتګ د خوندي ساتلو په اړه خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړو لورو د ایران د کړنو د حساب ورکولو او په بریتانیا کې د امریکا د شتمنیو د امنیت په برخه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.
روبیو همداراز د نړیوالو انرژۍ بازارونو د ثبات او د روسیې او اوکراین د جګړې پر پای ته رسولو او د دواړو هېوادونو د ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.


