د اکانومسټ مجلې «د پاکستان د ټوټې کولو مغرضانه دسیسه» تر سرلیک لاندې په خپره شوې تحلیلي مقاله کې د پاکستان د پوځي مشرتابه عاصم منیر په مشرۍ هغه هڅې څېړلي چې غواړي د دغه هېواد څلور تاریخي صوبې له ۱۲ تر ۱۵ یا له هغې هم په زیاتو کوچنیو ایالتونو او اداري واحدونو ووېشي.
د دغې مقالې د موندنو پر بنسټ، د پاکستان پوځي مشرتابه د دی هېواد د اوسنۍ نقشې د بيا ترسیمولو پلان او هوډ لري، چې له مخې یې څلور اصلي صوبې پنجاب، سند، خیبر پښتونخوا او بلوچستان چې له ۱۹۴۷ کال راهیسې بېبدلونه پاتې دي، له ۱۲ تر ۱۵ یا حتی ډېرو کوچنیو سیمه ییزو واحدونو ووېشي.
د دغې طرحې پوځی پلویان ادعا کوي چې اوسنۍ صوبې خورا لویې، بېنظمې او اداره کول یې ګران کار دی.
د بېلګې په توګه، پنجاب د پاکستان له نیمایي څخه زیات نفوس شاوخوا ۱۲۸ میلیونه تنه لري، په داسې حال کې چې د بلوچستان نفوس یوازې شاوخوا ۱۵ میلیونه چې د ټول نفوس تقريباً ۶ سلنه دی.
د دغې طرحې ملاتړي ادعا کوي چې کوچني واحدونه به عامه خدمات او اداري چارې اسانې او منظمې کړي.
اکانومسټ استدلال کوي چې دا اصلاحات په حقیقت کې د عامو پاکستاني وګړو د ژوند د ښه کولو یا د اداري چارو د سمون لپاره نه دي؛ بلکې دا د پاکستان د پوځي اقتدار له خوا یوه دقیقه او محاسبه شوې سیاسي دسیسه ده ترڅو واک په مرکز کې راټول او متمرکز کړي.
په تاریخي توګه، لویې صوبې لکه پنجاب او سند د ځواکمنو سیاسي ګوندونو لکه مسلم لیګ-ن او پیپلز پارټۍ لپاره د قوي جغرافیایي او اداري اډو په توګه کارول شوې.
حتی د تېرو پوځي دیکتاتوریو پر مهال، دغو سیمه ییزو جوړښتونو موازي واک او توازن ساتلی او د پوځ د مطلق مرکزي حاکمیت مخه یې نیولې ده.
د دغو صوبو وېشل او ټوټې کول به د مخالفو سیاسي ګوندونو متحد ځواک له منځه یوسي.
د لویو او متحدو صوبو پر ځای د وړو او وېشل شویو سیاسي واحدونو په رامنځته کولو سره، پوځ غواړي چې سیمه ییز مشران، ولایتي تشکیلات او سیمه ییز سیاستوال له جوړښتي پلوه کمزوري او پاشلي کړي؛ ترڅو د پوځي ادارې لپاره یې مدیریت اسان شي او د یو بل پر وړاندې یې وکارولای شي.
مقاله په پېغوریزه ژبه اشاره کوي چې پوځ په هېواد کې خراب وضعیت لکه لوړ انفلاسیون او ټیټ اقتصادي پرمختګ پر بېثباته او بدې ملکي حکومتي ادارې پورې تړي.
خو اکانومسټ په ګوته کوي چې په حقیقت کې پخپله پوځ, چې د دولت پراخه بودیجه مصرفوي، باارزښته سوداګریزې ځمکې او سوداګرۍ کنټرولوي، او په قصدي توګه د زیات پوځي لګښت د توجیه کولو لپاره جیوپولیټیک تاوتریخوالی لکه له هند او سیمې سره شخړې ژوندۍ ساتي, د پاکستان د جوړښتي زوال اصلي لامل دی.
د پخواني لومړي وزیر عمران خان له زنداني کولو، د عامه لاریونونو بندولو او د ملکي سیاسي اپوزیسیون په کلکه ځپلو پورې، د پاکستان پوځ په سیستماتیک ډول د هېواد پاتې ملکي او دموکراتیک جوړښتونه یو په بل پسې له منځه وړي.
د اکانومسټ د مقالې اصلي استدلال دا دی چې د پاکستان د صوبو وېشل د پوځ او په ځانګړي ډول د پوځ د مشر عاصم منیر یو ځانغوښتونکی او بدنیته پلان دی. مقاله زیاتوي، د دې پر ځای چې دا د یوه داسې بحراني هېواد د ژغورلو لپاره ریښتیني اداري اصلاحات وي، دا پلان د دې لپاره ډیزاین شوی چې د ملکي خلکو سیاسي واک د تل لپاره نفي، سیمه ییز مخالفتونه خنثى، او مطلق واک د پوځي ادارې په لاسونو کې متمرکز شي.

