صالح: پاکستان د ۱۹۷۱ کال له پېښو وروسته له تر ټولو سختو بحرانونو سره مخ دی

0
15

د افغانستان د جمهوري نظام پخوانی مرستیال ولسمشر امرالله صالح وايي، د پاکستان مرکزي حکومت په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او ګورنر رول لګولی، چې دا ښيي چې مرکزي حکومت د دغه ایالت واکمن ګوند د ملي امنیت او د پاکستان د ملي ګټو لپاره ګواښ ګڼي.

صالح ویلي، چې پاکستان اوس د ۱۹۷۱ کال له پېښو وروسته له خپل یوه له تر ټولو سختو بحرانونو سره مخ دی.

نوموړي ویلي، پوهېږي چې دا ارزونه به د ده له خولې د ډېرو کسانو لپاره د منلو وړ نه وي، خو په وینا یې، د ۲۰۲۳ کال وړاندوینه یې هم باید په بشپړه توګه له پامه ونه غورځول شي.

امرالله صالح د پاکستان د اوسني بحران ریښې تر ډېره د دغه هېواد د امنیتي ادارو هغه بې‌پروا ملاتړ ته منسوبوي چې د ده په وینا، د څو لسیزو لپاره یې د طالبانو له پروژې سره کړی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ