د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا د منتخب حکومت احتمالي ځنډول او د فدرالي بیړني حالت اعلان په پاکستان کې د بېثباتۍ او تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل کېدای شي.
نوموړي خبرداری ورکړی پاکستان کې د بحرانونه د ژوریدو په حال کې دي.
بلخوا، د خیبر پښتونخوا یو شمېر اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ د پاکستان د حکومت د دې اقدام پر ضد لاریونونه پیل کړي دي.


