ټرمپ کېټي زکریا د سپینې ماڼۍ د نوې ویاندې په توګه وټاکله

0
23

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلاندوکړ، چې کېټي زکریا د سپینې ماڼۍ د نوې ویاندې په توګه ټاکل شوې ده.
کیټې د کارولین لیوېټ ځایناسته ټاکل شوې.

ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» لیکلي، چې د زکریا ټاکل ورته د ویاړ خبره ده.

زکریا دا مهال د ټرمپ د رسنیو او ټکنالوژۍ ډلې د اړیکو د سلاکارې په توګه کار کوي او تر دې مخکې یې د امریکا د کورني امنیت وزارت ویانده هم پاتې شوې ده.

کیټې وروسته له هغې د سپینې ماڼۍ ویانده ټاکل کیږي، چې کارولین لیوېټ د اګست په وروستیو کې له خپلې دندې استعفاء وکړه.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ