د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وايي، د دایمي سولې له هوکړې پرته پر روسیې د بندیزونو نرمول د جګړې د اوږدېدو لامل کېږي.
هغه له امریکا غوښتي چې د اوکراین دفاع پیاوړې او پر مسکو فشار زیات کړي.
زیلنسکي ویلي اوکراین چمتو دی، که روسیه د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه ودروي، دوی به د روسیې د تېلو پر تصفیهخونو هم بریدونه نه کوي.
زیلنسکي ادعا کړې چې روسیې په جګړه کې د خپلو موخو نه ترلاسه کولو له امله پر ملکي سیمو او مهمو تاسیساتو بریدونه زیات کړي دي.
هغه خبرداری ورکړی چې روسیې ته امتیازات ورکول به سوله رانه ولي، بلکې جګړه به اوږده کړي.


