پاکستان کې د افغان طبي محصلینو او ډاکټرانو لپاره نوې پرېکړې؛ځینې باید تر سبا ووځي

0
50

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د افغان طبي محصلینو او ډاکټرانو په اړه نوې لارښوونې اعلان کړي دي.

د پاکستان طبي او د غاښونو شورا (PM&DC) د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر د ۷مې نېټې د مکتوب له مخې، هغه افغان محصلین چې د پاکستان د حکومت په مرسته‌کوونکو پروګرامونو کې د طب او غاښونو زده‌کړې کوي، د ویزې او نورو قانوني شرایطو په پوره کولو سره خپلو زده‌کړو ته دوام ورکولی شي.

د لارښوونو له مخې، پوهنتونونه او طبي کالجونه باید د افغان محصلینو نوملیکنه د اکتوبر تر ۱۵مې نېټې پورې بشپړه کړي.

هغه افغان محصلین چې نوملیکنه یې نه وي شوې، د زده‌کړو قانوني شرایط یې نه وي پوره کړي، یا یې تر ټاکلې نېټې مخکې د داخلې شرایط نه وي ترلاسه کړي، باید د اکتوبر تر ۱۰مې پاکستان پرېږدي.

همدارنګه، هغه افغان ډاکټران چې په پاکستان کې د FCPS، MCPS، MD، MS او نورو تخصصي پروګرامونو روزنه کوي، یا هلته دنده او شخصي طبي فعالیت لري، د صادر شویو لارښوونو له مخې باید د اکتوبر تر ۱۰مې پاکستان پرېږدي.

د نورو افغان محصلینو پر داخلې هم تر بلې لارښوونې پورې محدودیت لګېدلی، پرته له هغو مواردو چې د پاکستان د حکومت له پالیسۍ سره سم اجازه ولري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ