پاکستان کې د تاوتریخوالي له امله د مرګ‌ژوبلې کچه ۸۳ سلنه لوړه شوې

0
42

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو څېړنې مرکز یا CRSS په یوه نوي راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په ورستیوڅلورو میاشتو کې په پاکستان کې د تاوتریخوالي له امله د مرګ ‌ژوبلې کچه د همدې کال د لومړیو دوو ربعو په پرتله ۸۳ سلنه لوړه شوې ده.

د راپور له مخې د جولای، اګست او سپټمبر په میاشتو کې په ۳۸۵ امنیتي پېښو کې لږ تر لږه ۱،۴۱۵ کسان وژل شوي او ۵۵۸ نور ټپیان شوي دي.

په دې مرګ ‌ژوبله کې ملکي وګړي، امنیتي ځواکونه او وسلوال شامل دي.

راپور زیاتوي چې د دغې ربعې د ټولې مرګ ژوبلې ۹۸ سلنه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې اوښتې ده.

په بلوچستان کې ۸۲۹ او په خیبر پښتونخوا کې ۵۵۶ کسان وژل شوي دي.

د دې مرکز په وینا، تحریک طالبان پاکستان ډله د هغو ډلو په سر کې ده چې د بریدونو مسؤلیت یې منلی.

دغې ډلې د ۱۳ بریدونو مسؤلیت منلی چې ۱۱۷ کسان پکې وژل شوي او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.

https://share.google/DMbcnmwzhL7dEKPab

د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ یا BLA بیا د پنځو بریدونو مسؤلیت منلی چې ۳۴ کسان پکې وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له شمېرو سره سم، د ثبت شوې مرګ ‌ژوبلې له ۶۵ سلنې زیاته برخه وسلوالو ته اوښتې؛ په شاوخوا ۱۵۴ عملیاتو کې ۹۲۱ وسلوال وژل شوي دي.

ملکي وګړي د ۲۵۴ وژل شویو کسانو او امنیتي پرسونل د ۲۴۰ مړینو په لرلو سره دویم ځای لري.

د پوځيانو او ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو دا راپور داسې مهال خپرېږي چې پاکستان دا هر څه د طالبانو له حکومته انګېري خو دا هم جوته ده چې په دغه موده کې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ ټولې ټرانسپورټي لارې تړلې دي. او کابل وايي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ