نیکولا بلومو اعلان کړی چې په افغانستان کې یې د اروپايي ټولنې د استازي په توګه خپله دنده په رسمي ډول پیل کړې ده.
بلومو په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازي په توګه د خپلې نوې دندې له پیلولو خوښ او ویاړي او هڅه به وکړي چې په دغه هېواد کې د اروپايي ټولنې د ګټو او ارزښتونو استازیتوب وکړي.
نیکولا بلومو ایټالوي دیپلومات دی چې تر دې وړاندې یې د اروپايي ټولنې د افریقا د چارو د برخې د مشر په توګه دنده ترسره کوله.
بلومو به په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازي په توګه د دغه ټولنې له لوري د افغانستان اړوند سیاسي، بشري او نورو چارو کې د اړیکو او فعالیتونو مشري وکړي.


