کرزی پاکستان ته: افغانان ستاسو د هر ډول تیریو مقابل کې متحد دي، د ښه ګاونډیتوب لاره خپله کړئ

0
43
Afghan President Hamid Karzai speaks at Afghanistan's Independent Election Commission (IEC) in Kabul April 1, 2010. REUTERS/Ahmad Masood (AFGHANISTAN - Tags: POLITICS)

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کندهار، خوست او پکتیا پر سیمو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي دي.

ښاغلي کرزي ویلي، چې اسلام آباد‬⁩ د خپلې هغې منفي تگلارې له ادامې لاس نه اخلي کومه چې اور یې نن خپلې لمنې ته هم رسیدلی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانان، له هر ډول توپیر پرته، د پاکستان د تیریو پر وړاندې متحد ولاړ دي.

https://x.com/KarzaiH/status/2103010898897986039

کرزي یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې له افغانستان سره دې د ښه ګاونډیتوب لاره خپله او خپلې اړیکې دې په متمدنانه ډول تنظیم کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ