خواجه اصف: تحریک انصاف باید د خیبر پښتونخوا د ۱۳ کلونو حساب ورکړي

0
60

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پر تحریک انصاف نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له ۱۳ کلونو راهیسې په یوه ایالت کې لوټمار روان دی، خو لا هم بسنه نه کوي.

خواجه اصف ویلي، تحریک انصاف هره دویمه ورځ پر مرکزي حکومت د بریدونو لپاره تیاری نیسي او باید د خیبر پښتونخوا د ۱۳ کلونو حساب هم ورکړي.

نوموړي د سومنات معبد په اړه په اشارې سره ویلي، پر سومنات ۱۷ ځله بریدونه شوي وو او باید وشمېرل شي چې تر اوسه څو بریدونه شوي او څو پاتې دي.

هغه زیاته کړې، تاریخ ښيي چې پر سومنات ولې بیا بیا بریدونه کېدل، خو اسلام‌اباد سومنات نه دی.

نوموړي تحریک انصاف ته په خطاب کې ویلي چې په سوچ او فکر دې اسلام‌اباد ته راشي، ځکه هلته به څه ترلاسه نه کړي، بلکې باید څه ورکړي.

Pakistan Tehreek-e-Insaf party activists and supporters of former Pakistan’s Prime Minister Imran stand amid teargas fired by police during a protest against the arrest of their leader, in Lahore on May 10, 2023. Khan will appear in a special court at the capital’s police headquarters to answer graft charges on May 10, a day after his shock arrest prompted violent nationwide protests. (Photo by Arif ALI / AFP)

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان تحریک انصاف مشر جنید اکبر ګواښ کړی و چې د سپټمبر په ۲۷مه د اوږده لاریون پر مهال به اسلام‌اباد په «سومنات» بدل کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ