د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال ملا حیات الله مهاجر فراهي وايي، پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه به بېځوابه پاتې نه شي.
فراهي په سمنګان کې د خبریالانو په یوه روزنیز سیمینار کې ویلي، پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان هوايي بریدونه کړي او په پایله کې یې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړې، د پاکستان بریدونو ته به د طالبانو د حکومت له لوري په «مناسب وخت» کې ځواب ورکړل شي.
نوموړي ټینګار کړی چې د هېواد پر خاوره دا ډول بریدونه به بېځوابه پاتې نه شي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد تر دې وړاندې ویلي وو چې پاکستان د دوشنبې په شپه د کونړ او پکتیکا ځینې سیمې بمبار کړې دي.

د هغه په وینا، په کونړ کې یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او دوه ښځې او دوه نارینه ټپیان شوي دي.

بلخوا، یوناما هم ویلي چې په کونړ کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.


