رباب فاطمه: د زیان‌منو هېوادونو ډیجیټلي کېدل مهم دي

0
28

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، رباب فاطمې، د زیان‌منو هېوادونو د ډیجیټلي تشې د کمولو او له ډیجیټلي کېدو څخه د هغوی د ظرفیتونو د ګټې اخیستنې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

فاطمې په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، چې له ډیجیټل کېدو څخه د زیان‌منو هېوادونو د تحول او پرمختګ لپاره د ګټې اخیستنې اړتیا ده.

نوموړې دا څرګندونې د ډیجیټل همکاریو سازمان له عمومي منشي، دیمه آل یحیی، سره په لیدنه کې کړې دي.

د یوناما مشرې ویلي، په دې لیدنه کې یې د زیان‌منو هېوادونو د بدلون په رامنځته کولو کې د ډیجیټل کېدو پر رول خبرې کړې دي.

رباب فاطمې همداراز د ټولو لپاره د ډیجیټلي هوساینې د پراختیا په موخه د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ