پنجشیر ته د روسي سیلانیانو ۷۰ کسیز کاروان تللی

0
52

د طالبانو حکومت د پنجشیر د والي ویاند سیف‌الدین لټون وايي، د روسیې ۷۰ کسیز د سیلانیانو کاروان پنجشېر ته رسېدلی او د دغه ولایت له تاریخي او طبیعي سیمو څخه یې لیدنه کړې ده.

لټون ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۴۵۰ زره کورنیو او له ۵۰۰ ډېرو بهرنیو سیلانیانو پنجشېر ته سفر کړی دی.

د روسي سیلانیانو په دغه کاروان کې د ښځو د شتون په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

طالب چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې په روان کال کې د افغان ټوور شرکت له لارې له ۱۵۰۰ ډېر بهرني سیلانیان د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته تللي دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ