د لوېدیځو استخباراتي چارواکو په وینا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین جګړې د پراخولو لپاره چمتووالی نیسي او ښايي د کییف پر اروپايي متحدینو هم فشارونه او بریدونه ډیر کړي.
چارواکي وايي، مسکو له ټاکنو وروسته د یوې «پټې بسیجې» لپاره زمینه برابروي چې له مخې یې د روسیې زرګونه کسان پوځ ته جلب کېدای شي.
د استخباراتي سرچینو په وینا، دا اقدام ښايي د نویو سرتېرو د استخدام او پر خلکو د پوځي قراردادونو د لاسلیکولو له لارې ترسره شي.
په همدې حال کې، اروپايي هېوادونه د روسیې د هایبرډ جګړې د پراخېدو په اړه اندېښمن دي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي چې په وروستیو اوونیو کې د روسیې هایبرډ ګواښونه زیات شوي او د مهمو زیربناوو د ساتنې لپاره یې د چمتووالي د زیاتولو امر کړی دی.
مسکو هم خبرداری ورکړی چې په اوکراین کې هغه بریتانوي تاسیسات چې د روسیې پر ضد د اوږد واټن بریدونو ملاتړ کوي، «مشروع هدفونه» ګڼل کېدای شي.


