د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شیرپاو ویلي، د هېواد د مهمو سیاسي مشرانو د سیاسي فعالیتونو مخنیوی د سیاسي بېثباتۍ د زیاتېدو لامل کېږي.
نوموړي د اقتصادي وضعیت او امنیتي حالاتو د خرابېدو یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې د سیاسي کړکېچ د حل لپاره باید زغم خپل او ټول سیاسي اړخونه په خبرو اترو کې شامل شي.
هغه په پاکستان کې د بشپړې سیاسي آزادۍ غوښتنه کړې ده.


