د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې ۵۸۱ میلیونه او ۱۰۰ زره ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر ۲۰۲۵ کال د ټولې سوداګرۍ له کچې هم لوړه ده.
د راپورونو له مخې، د روان کال له جنورۍ تر جولای پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د تېر کال د ټولې سوداګرۍ په پرتله، چې ۵۴۱ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالره وه، لوړه شوې ده.
د شمېرو له مخې، په دې موده کې افغانستان له قزاقستان څخه د ۵۷۲ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي، خو دغه هېواد ته یې د صادراتو ارزښت یوازې ۸ میلیونه او ۲۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.
قزاقستان افغانستان ته د غنمو، اوړو، نباتي غوړیو او نورو لومړنیو توکو له مهمو عرضه کوونکو هېوادونو څخه دی. په مقابل کې، افغان وچې مېوې، زعفران، انګور او غالۍ هغه محصولات بلل شوي چې قزاقستان ته د صادراتو د پراختیا وړتیا لري.
راپور زیاتوي، په قزاقستان کې د ۳۴ پوهنتونونو شاوخوا ۶۰۰ افغان محصلین زده کړې کوي او دغه هېواد هر کال افغان زدهکوونکو ته ۳۰ تحصیلي بورسونه ورکوي، چې د ۶۰ بورسونو ته د لوړولو امکان یې هم تر ارزونې لاندې دی.
د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ښوونې، بشري مرستو او ترانسپورتي زیربناوو په برخو کې د همکاریو پراختیا د افغانستان د اقتصادي ودې او له منځنۍ اسیا سره د نښلېدو لپاره مهم فرصت بلل کېږي.


