داودزی:د افغانستان په سیاسي وضعیت کې د نویو تحولاتو پر وړاندې باید له بیړنیو قضاوتونو ډډه وشي

0
50

افغان سیاستوال عمر داودزي د افغانستان د ژغورنې ملي شورا له مشرانو غوښتي چې د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د وروستیو څرګندونو او اقداماتو په اړه له بیړنیو قضاوتونو ډډه وکړي او د وضعیت سیاسي ارزونه په دقت ترسره کړي.

داودزي ویلي، وروستي تحولات ښايي د افغانستان په سیاسي وضعیت کې د یوه نوي او مهم پړاو د پیل نښې وي او په دې حساس پړاو کې سیاسي زغم، تدبیر او ستراتیژیک لید ته اړتیا ده.

نوموړي وړاندیز کړی چې د دغو تحولاتو په اړه دې لومړی د افغانستان د ژغورنې ملي شورا د مشرتابه په شورا کې هر اړخیز بحث وشي او تر مشورو وروسته دې د هېواد د ملي ګټو او اوږدمهاله راتلونکي پر بنسټ ګډ او مسوولانه دریځ اعلان کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ