د امریکا د استازو جرګې ډیموکرات غړي جو مورل افغانستان ته د هغو افغانانو د بېرته ستنولو په اړه د ډونالډ ټرمپ د ادارې پر سیاست نیوکه کړې، چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده.
مورل پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د هغو افغانانو بېرته ستنول چې د امریکا له پوځي ځواکونو سره یې اوږه په اوږه کار کړی، «د شرم او کرکې وړ» اقدام دی.
نوموړي زیاته کړې، د هغو افغانانو د خوندیتوب لپاره یې د یوه حمایوي طرحې د رایې اچونې غوښتنه لاسلیک کړې، چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ ولاړ وو.
په ورته وخت کې، د امریکا د استازو جرګې بل غړي امي بېرا هم ویلي، واشنګټن مسوولیت لري چې د هغو افغانانو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده.
بېرا د افغانانو لپاره د لنډمهالي خوندي وضعیت د قانون د طرحې ملاتړ هم کړی، چې د رایې اچونې لپاره د استازو جرګې ته د وړاندې کېدو غوښتنه یې شوې ده.


