افغانستان؛ په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب ۸۰ کلن مزل

0
87

افغانستان نن د ملګرو ملتونو په سازمان کې د غړیتوب ۸۰مه کلیزه لمانځي؛ هغه سازمان چې دغه هېواد په ۱۹۴۶ کال کې ورسره یوځای شو او شل کاله وروسته یې د عمومي اسامبلۍ د ۲۱مې دورې مشري هم ترلاسه کړه.

افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه، د سویډن او ایسلنډ ترڅنګ د ملګرو ملتونو رسمي غړیتوب ترلاسه کړ.

دغه درې هېوادونه د سازمان له بنسټګرو غړو وروسته د لومړنیو هېوادونو په ډله کې وو چې غړیتوب یې ترلاسه کړ.

د ملګرو ملتونو د غړیتوب لپاره د افغانستان غوښتنلیک د همدې کال په جولای میاشت کې وسپارل شو

د امنیت شورا د اګست په ۲۹مه دغه غوښتنلیک تایید کړ او د نومبر په ۹مه د عمومي اسامبلۍ له لوري هم په اتفاق ومنل شو.

د افغانستان د هغه وخت سفیر سردار عبدالحسین عزیز د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو منشور لاسلیک کړ او په دغه سازمان کې د افغانستان لومړنی استازی شو.

په همدې ورځ د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د افغانستان بیرغ هم پورته شو.

افغانستان په ۱۹۶۶ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۲۱مې دورې ریاست هم ترلاسه کړ، چې د هېواد دایمي استازي عبدالرحمان پژواک یې مشري کوله.

خو د افغانستان د استازولۍ وضعیت په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته بدل شو

ملګرو ملتونو تر اوسه د طالبانو حکومت استازی سهیل شاهین د افغانستان د رسمي استازي په توګه نه دی منلی او د جمهوري نظام د وخت ډیپلوماټ نصیر احمد فایق لا هم په دغه سازمان کې د افغانستان د استازولۍ چارې د سرپرست په توګه پر مخ وړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ