د پاکستان پوځي مشر له بریتانیا او ترکیې سره د سیمه‌ییز امنیت او دفاعي همکاریو په اړه خبرې کړې دي

0
57

د پاکستان د پوځ مشر مشر فیلډ مارشال عاصم منیر په راولپنډۍ کې د بریتانیا د پوځ له مشر جنرال سر چارلس واکر او د ترکیې د هوايي ځواک له قوماندان جنرال رفعت دالکران سره جلا جلا لیدنې کړې دي.

د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د راپور له مخې، په دغو لیدنو کې د سیمې پر امنیتي وضعیت، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او د پاکستان، بریتانیا او ترکیې ترمنځ د دفاعي او پوځي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) ویلي، د بریتانیا او ترکیې پوځي چارواکو له پاکستان سره د دفاعي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو مسلکي وړتیاوې یې ستایلې دي.

د راپور له مخې، پاکستان هڅه کوي له خپلو نړیوالو دفاعي شریکانو سره پوځي اړیکې لا پراخې کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ