د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت نړیواله اوونۍ پیل شوه

0
61

د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت نړیواله اوونۍ نن د نومبر په ۱۸مه پیل شوه او تر ۲۴مې نېټې به دوام وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، د دې کمپاین موخه د انټي‌بیوټیکونو او نورو درملو د بې‌ځایه استعمال د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د درملو پر وړاندې د میکروبونو د مقاومت مخنیوی دی.

د سږکال د کمپاین شعار «یو روغتیا، یو اقدام؛ همدا اوس د میکروبونو د مقاومت مخه ونیسئ» دی.

سازمان ټینګار کوي چې د درملو ناسم استعمال د داسې انتاناتو د زیاتېدو لامل کېږي چې درملنه یې ورځ تر بلې ستونزمنېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ