بریتانیا اوکراین ته د هوايي دفاع لپاره له زرو ډېر توغندي ورکوي

0
26

د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې د روسیې د هوايي بریدونو پر وړاندې د اوکراین د دفاع د پیاوړتیا په موخه به دغه هېواد ته له زرو ډېر لنډ واټن ویشتونکي توغندي او د توغولو اړوند سیستمونه ورکړي.

د بریتانیا د حکومت په وینا، دغه تجهیزات د ۲۴۰ میلیونه پونډو په ارزښت د یوې نوې پوځي مرستندویې کڅوړې برخه ده، چې موخه یې د اوکراین د هوايي دفاع پیاوړتیا ده.

لندن ویلي، یاد توغندي د ایران له‌خوا د جوړو شویو شاهد ډوله جټ انجن لرونکو بې‌پیلوټه الوتکو د مخنیوي لپاره اغېزمن دي؛ هغه الوتکې چې روسیه یې د اوکراین پر ضد په بریدونو کې کاروي.

په دې کڅوړه کې د هوايي دفاع تر لسو ډېر رادارونه هم شامل دي او ټاکل شوې د دغو تجهیزاتو لېږد د ډسمبر له نیمایي پیل شي.

دا مرسته په داسې حال کې اعلانېږي چې د اوکراین متحدین په بروکسل کې د دغه هېواد د پوځي ملاتړ پر همغږۍ خبرې کوي.

بریتانیا ویلي، دغه نوې کڅوړه د اوکراین لپاره د ۵۰۰ میلیونه پونډو هغې پوځي ژمنې برخه ده چې تېره میاشت یې اعلان کړې وه.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ