په پاکستان کې د طالبانو حکومت سفیر سردار احمد شکیب په اسلاماباد کې د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډزي سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
شکیب پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې له لېنډزي سره یې په یوه رغنده لیدنه کې د افغانستان او بریتانیا پر اړیکو، د سیمې پر بدلېدونکو امنیتي حالاتو او د سیمهییز ثبات د ټینګښت لپاره د دوامداره خبرو اترو او ډیپلوماټیکو هڅو پر ارزښت بحث کړی دی.
د یادونې وړ ده چې لېنډزي تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ په روانو کړکېچونو خبرې کړې وې.


