
د امریکا د سنا د تخصیصاتو کمېټې جمهوريپالو غړو د ۲۰۲۷ مالي کال لپاره د بودیجې یوه مسوده وړاندې کړې، چې له مخې یې اوکراین ته د امنیتي مرستو په موخه د ۱۲۹ میلیونه ډالرو ځانګړي کولو وړاندیز شوی دی.
په دغه مسوده کې له روسیې څخه د اوکرایني ماشومانو د بېرته ستنولو لپاره هم ۳۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.
یاد وړاندیز لا د بودیجې د مسودې برخه ده او د تصویب لپاره به د قانون جوړونې پړاوونه وهي.

