د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې ځواکونو یې د الکترونیکي جګړې د وړتیاوو په کارولو سره د امریکا نهمه «MQM-170» بېپیلوټه الوتکه نیولې ده.
د ایران تسنیم خبري اژانس د سپاه پاسدارانو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) پرمختللي پوځي تجهیزات د ایران د الکترونیکي جګړې له وړتیاوو سره په مخامخ کېدو له ستونزو سره مخ دي او د دغې بېپیلوټه الوتکې نیول یې تازه بېلګه ده.
د سپاه پاسداران په وینا، ایراني ځواکونو تر دې وړاندې هم اته ورته امریکایي بېپیلوټه الوتکې نیولې وې، چې له دې سره د نیول شویو الوتکو شمېر نهو ته رسېږي.
د ایران لوري ادعا کړې، چې دغه الوتکې یې د الکترونیکي جګړې د وسایلو په مرسته تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.
سېنټکام تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


