ډار: پاکستان د ایران د وړاندیز په اړه د امریکا ځواب ته په تمه دی

0
58

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، اسلام‌اباد هڅه کوي د امریکا او ایران ترمنځ د ډیپلوماټیکو خبرو اترو د بیا پیل لپاره زمینه برابره کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ روان کړکېچ راکم کړي.

نوموړي دوشنبه په اسلام‌اباد کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) غونډې تر پای ته رسېدو وروسته یوې خبري غونډې ته وویل، چې منځګړي د ایران د وروستي وړاندیز په اړه د واشنګټن ځواب ته په تمه دي.

اسحاق ډار ټینګار کړی، چې خبرې اترې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو د هواري او د کړکېچ د لا پراخېدو د مخنیوي یوازینۍ لار ده.

هغه د ایکو غونډې په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره هم لیدلي وو.

عراقچي ویلي، تهران له واشنګټن سره د اختلافونو د حل لپاره ډیپلوماټیکو لارو ته ژمن دی؛ خو په وینا یې، امریکا د خبرو اترو پر ځای بله لاره غوره کړې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ