د سعودي عربستان په هوايي حریم کې د حوثیانو درې بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې شوې

0
23

د یمن د قانوني حکومت د ملاتړ ایتلاف وايي، ځواکونو یې د سعودي عربستان د مکې او مدینې ښارونو په هوايي حریم کې د حوثي وسله‌والو درې بې‌پیلوټه الوتکې په نښه کړې او نسکورې کړې دي.

د دغه ایتلاف په وینا، یادې بې‌پیلوټه الوتکې د سعودي عربستان پر هوايي حریم د ننوتلو پر مهال کشف او د هوايي دفاعي سیستمونو له‌خوا له منځه وړل شوې دي.

ایتلاف ټینګار کړی چې د سعودي عربستان د هوايي حریم د ساتنې او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره یې خپل دفاعي اقدامات پیاوړي کړي دي.

تر اوسه حوثي وسله‌والو د دغو بې‌پیلوټه الوتکو د نسکورېدو په اړه څه نه دي ویلي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ