پزشکیان: ایران د جګړې په حالت کې دی، د وسله‌والو ځواکونو ملاتړ به مو دوامداره وي

0
37

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د حکومت پر ضد د ناسمو معلوماتو خپرولو او منفي فضا جوړولو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې هېواد د جګړې په حالت کې دی او دښمن په خپل ټول توان هڅه کوي چې په هېواد کې ستونزې رامنځته کړي.

د ایران فارس خبري اژانس د راپور له مخې، پزشکیان د خپلې کابینې غونډې ته ویلي، چې تبلیغات، تورونه او د خلکو پام بلې خوا ته اړول به د حکومت پر هوډ اغېز ونه کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې حکومت به د وسله‌والو ځواکونو ملاتړ ته د شپې او ورځې په اوږدو کې او له خپل ټول توان سره دوام ورکړي.

د ایران ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د نوموړي په وینا، دښمن هڅه کوي په هېواد کې بې‌ثباتي او ستونزې رامنځته کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ