ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، تمه ده چې ۲۰۲۶ کال د نړۍ د ثبت شویو څلورو تر ټولو ګرمو کلونو په ډله کې راشي.
د ملګرو ملتونو د هواپېژندنې نړیوال سازمان (WMO) د راپور له مخې، د النینو پیاوړې پدیده او د اقلیمي بدلونونو دوام د نړۍ د تودوخې د لوړېدو مهم لاملونه دي.
راپور زیاتوي، د روان کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې د نړۍ منځنۍ تودوخه د صنعتي کېدو له پړاو مخکې د کچې په پرتله ۱.۴۷ درجې سانتيګراد لوړه شوې ده.
د النینو د پیاوړې پدیدې له امله ښايي دغه کچه نوره هم لوړه شي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د تېرو ۱۲ کلونو هر یو، د ۲۰۲۶ کال په ګډون، د نړۍ د ثبت شویو ۱۲ تر ټولو ګرمو کلونو په ډله کې ځای لري.
د تودوخې د ثبت لړۍ شاوخوا په ۱۸۵۰ کال کې پیل شوې ده.
د هواپېژندنې نړیوال سازمان د اقلیمي معلوماتو مشر جان کېنېډي په ژنیو کې خبریالانو ته ویلي، د اقلیمي بدلون ټول شاخصونه یوه خبره څرګندوي او هغه دا چې د شنو خونو ګازونو له امله په فضا کې ساتل شوې تودوخه په سمندرونو، هوا، د یخچالونو په ویلې کېدو او د سمندرونو د اوبو په لوړېدو کې څرګندېږي.
د اروپايي ټولنې د کوپرنیکوس اقلیمي خدمت هم مخکې ویلي وو، چې ۲۰۲۶ کال ښايي له ۲۰۲۴ کال وروسته دویم کال وي چې د صنعتي کېدو له پړاو مخکې د نړۍ د تودوخې له کچې څخه ۱.۵ درجې سانتيګراد لوړوالی ثبتوي.
راپور زیاتوي، د نړۍ په سمندرونو کې د تودوخې زېرمه کېدل دوام لري او د سمندرونو د اوبو تودوخه د ۲۰۲۵ کال له ثبت شویو لوړو کچو څخه هم لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو په وینا، د روان کال په ترڅ کې د نړۍ د سمندرونو منځنۍ سطحه هم بېساري لوړې کچې ته رسېدلې ده.
د دې لامل د یخچالونو او لویو یخي پوښونو ویلې کېدل او د تودوخې له امله د سمندر د اوبو پراخېدل بلل شوي دي.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د نومبر له ۹مې تر ۲۰مې نېټې پورې په ترکیه کې د اقلیمي بدلونونو په اړه نړیوالې خبرې اترې ترسره کېږي.


