په جګړو کې د چاپیریال ويجاړېدو دمخنيوي نړيواله ورځ، او له دې کبله د افغانستان چاپیریال ته اوښتي زيانونه

0
31

د نومبر شپږمه په جګړو او وسله‌والو نښتو کې د چاپېریال د ویجاړېدو د مخنیوي نړیواله ورځ ده.

دا ورځ د دې لپاره نومول شوې، چې د جګړو پر مهال د ځنګلونو، کرنیزو ځمکو، اوبو او نورو طبیعي سرچینو د ساتنې اهمیت ته د خلکو پام واړول شي.

افغانستان چې څو لسیزې د جګړو شاهد پاتې شوی، د دې جګړو له امله چاپېریال هم سخت زیان لیدلی دی.

د ځنګلونو وهل، د طبیعي سرچینو له منځه تلل، د اوبو د سرچینو ککړېدل او د کرنیزو ځمکو تخریب هغه ستونزې دي، چې د جګړو له امله یې د هېواد طبیعي شتمنۍ اغېزمنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام د معلوماتو له مخې، د ۱۹۸۵ او ۲۰۰۳ کلونو ترمنځ افغانستان د خپلو ځنګلونو شاوخوا ۷۰ سلنه له لاسه ورکړي دي.

د جګړو ترڅنګ د بې‌نظمۍ، ناقانونه ونو پرېکولو او د طبیعي سرچینو ناسمې کارونې هم د ځنګلونو په کمېدو کې ونډه لرلې ده.

جګړو د افغانستان پر کرنیزو ځمکو هم ناوړه اغېزې کړې دي

د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو شتون لا هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کرنې او مالدارۍ د فعالیتونو خنډ دی.

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۶ کیلومتره مربع کرنیزه ځمکه د چاودېدونکو توکو د خطر له امله له ګټې اخیستنې سره مخامخ محدودیتونه لري.

بلخوا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د ځنګلونو د بیا رغونې لپاره د نیالګیو کېنولو، د طبیعي ځنګلونو د ساتنې، د پستې، جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو د پراختیا او د زرغونو سیمو د جوړولو پروګرامونه لري.

د وزارت د پلان له مخې، هڅه کېږي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د هېواد د ځنګلونو ساحه یو میلیون او ۹۰۰ زره هکټارو ته لوړه شي.

د چاپېریال ساتنې کارپوهان ټینګار کوي، چې د جګړو د چاپېریالي زیانونو جبران یوازې د نیالګیو په کېنولو نه کېږي، بلکې د طبیعي ځنګلونو ساتنه، د ماینونو پاکول، د اوبو سرچینو مدیریت او د کرنیزو ځمکو بیا رغونه هم اړین دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ