پاکستان خپلو کرکټ لوبغاړو ته د افغان غوره لیګ د ګډون اجازه نه ورکوي

0
40

د پاکستان کرکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته د افغانستان په غوره لیګ کې د ګډون اجازه نه ورکوي او په دې تړاو یې د سفر مخه هم نیولې ده.

د پاکستان «نېشن» ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هېواد کرکټ بورډ خپلو ملي لوبغاړو ته ویلي چې د افغانستان په غوره لیګ سیالیو کې ګډون نه شي کولای.

راپور کاږي، چې د پاکستان د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر وسیم اکرم ته هم په دغو سیالیو کې د روزونکي دنده وړاندیز شوې وه، خو نوموړي د خپل هېواد د کرکټ بورډ د تګلارې د درناوي له امله دغه وړاندیز رد کړی دی.

بلخوا، د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانی تېز توپ‌اچوونکی محمد عامر د افغانستان له غوره لیګ سره یوځای شوی او د برېتانیا تابعیت لرونکي لوبغاړي په توګه په دغو سیالیو کې ګډون کوي.

همدارنګه، د پاکستان دوه نور پخواني کرکټ لوبغاړي اظهر محمود او وقار یونس هم د افغانستان په غوره لیګ کې دندې منلې دي.

اظهر محمود د پکتیا لوبډلې د مشر روزونکي او وقار یونس د همدې لوبډلې د سفیر په توګه ټاکل شوي دي.

د یادونې ده، چې د پاکستان کرکټ بورډ د خپلو ملي لوبغاړو لپاره د دې لیګ په سیالیو کې د ګډون په موخه د نه‌ممانعت اسناد نه صادروي، خو یادو پخوانیو لوبغاړو په بېلابېلو مسلکي دندو کې له افغان لیګ سره همکاري منلې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ